د ایران د درملو د وېش اتحادیې د مدیره پلاوي یو غړی وایي، چې له دغه هېواده افغانستان ته د درملو قاچاق «په پراخه کچه» ترسره کېږي؛ هغه موضوع چې د ده په وینا د ایران د درملو په کورني باراز یې اغېز کړی دی.
د ایران د «مهر» خبري اژانس د سېشنبې د ورځې راپور له مخې، محسن عبداللهزاده ویلي، سره له دې چې په ایران کې د درملو تولید شاوخوا ۵۰ سلنه زیات شوی، خو لا هم په بازار کې کمښتونه شته، چې د ده په باور د دې کمښت یوه مهمه برخه افغانستان او عراق ته د درملو د قاچاق له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغه قاچاق کچه دومره لوړه ده، چې په یادو هېوادونو کې قانوني واردوونکي نه شي کولای له ایراني قاچاقي درملو سره رقابت وکړي.
د راپور پر بنسټ، له پاکستان څخه افغانستان ته د درملو د صادراتو له درېدلو وروسته، د ایران د درمل جوړونې د صنعت استازي وایي، چې دا مهال د افغانستان په بازار کې ایراني درملو تقاضا زیاته شوې او همدې وضعیت له ایران څخه د درملو د ناقانونه وتلو لپاره زمینه برابره کړې ده.
طالبانو د پاکستان سره د بریدونو او اړیکو ترینګلتیا وروسته د افغانستان ته د دغه هېواد د صادراتو او وارداتو پر مخ د لارو د تړل کېدو له امله ویلي، چې نور به له پاکستان څخه درمل نه واردوي.
په تېره یوه میاشت کې د طالبانو د روغتیا وزیر ایران او هند ته سفرونه کړي، تر څو له پاکستان څخه د درملو د وارداتو لپاره بدیلې لارې ومومي.
په همدې حال کې د مهر راپور وایي، چې د ایران د خوړو او درملو سازمان، که څه هم ځینو ګاونډیو هېوادونو ته د درملو د «معکوس قاچاق» شتون د انکار وړ نه دی، خو افغانستان ته د ایراني درملو د پراخ او زیاتېدونکي قاچاق ادعا نه تأییدوي.
د یاد سازمان ویاند محمد هاشمي د ایران او د سیمې د بازارونو ترمنځ د درملو د بیو توپیر د یادو شوو سرغړونو له لاملونو څخه بللی او خبر ورکوي، چې د دې بهیر دوام ښايي په ایران کې د لنډمهاله کمښتونو لامل شي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې شته شواهد ښيي، لیدل شوې پېښې محدودې دي او د درملو د وېش لویه برخه د ګمرکي لارو او د کنټرولي سیستمونو تر څار لاندې ترسره کېږي.
