افغانستان

افغانستان کې د ښځو حقونه «له نویمې لسیزې زیات» تر پښو لاندې شوي

افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د څېړنې لپاره د ملګروملتونو سازمان راپورورکوونکی ریچارډ بنت نیویارک کې یوه خبري ناسته کې

د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت د بشري حقونو وضعیت په اړه افغانستان ته له دوولس ورځني سفر وروسته، د بشري حقونو د وضعیت، په تېره بیا ښځو، لږکیو او رسنیو د آزادۍ په هکله تیاره انځور وړاندې کړی دی.

ښاغلي بنت چې په نیویارک کې یې په خبري ناسته کې خبرې کولې، د افغانستان له خلکو سره د همدردۍ په نښه او له افغانستانه د نړیوالې ټولنې پر واټن نیولو په نیوکې سره وویل: «افغانانو تمه نه لرله چې له هسکو څوکو دا ډول پر ځمکه وغورځېږي.»

نوموړي زیاته کړه: «د ښځو په حقونو کې دا شاتګ ښايي د دې هېواد په تاریخ کې بې مخینې وي. له بلې خوا، د ۹۶ میلادي کال (کله چې طالبان په لومړي ځل واک ته ورسېدل) لا سخت وي.»

په افغانستان کې ښځې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي. له ډېری مېرمنو کاري فرصتونه اخیستل شوي او د ملګروملتونو سازمان ددغه راپور ورکوونکي په وینا د ښځو سیاسي او مدني رول «ورک» شوی دی. په ګرځېدو کې هم پر ښځو محدودیتونه لګول شوي دي.

د ملګروملتونو سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي په وینا، دا «مطلق جنسیتي توپیر په ټولنه کې د ښځو د لیرې کولو په موخه دی.»

د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي په دې سفر کې کابل، بامیان او پنجشېر ته تللی او سفر یې په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز له برید وروسته ترسره شو. پر کاج ښوونیز مرکز په برید کې ۵۴ نجونې زده کوونکې وژل شوې او ۱۱۴ نورې ټپي شوې.

پر کاج برید په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې تر ټولو خونړی برید و چې تر ډېره پکې هزاره او شیعه وګړي په نښه شول. پر کاج د برید له ۵۴ وژل شویو څخه ۵۱ یې هزاره نجونې وې چې د کانکور د امتحاني آزموینې پرمهال پرې ځانمرګی برید وشو.

د داعش په ګډون هېڅ کومې ډلې تراوسه پر کاج د برید مسوولیت نه دی اخیستی.

ښاغلي بنت همداراز وویل چې په افغانستان کې د «توپیر څرګنده بېلګه» لیدل کېږي او څو بریدونه په مستقیم ډول پرهزاره، شیعه، صوفي، سیکانو او هندوانو په شان لږکیو ترسره شوي دي.

افغانستان یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې پکې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه لري او د شمېرو له مخې، څه د پاسه درې میلیونه نجونې د ۴۰۲ ورځو لپاره ښوونځي ته له تلو بې برخې دي.

«هلته (پنجشېر) کې پرعادي وګړو جدي محدودیت موجود دی، تر دې حده چې کروندګر نه شي کولای خپلو کروندو ته او شپانه له خپلو رمو سره ولاړ شي.»  ـ ریچارد بنت ـ

ښاغلی بنت زیاتوي چې بامیان ولایت ته یې سفر وکړ چې له شپږم ټولګي پورته ځینې ښوونځي پکې پرانیستي وو او هلته د طالبانو والي د خلکو له دې تصمیمه سترګې پټې کړې وې. ښاغلي بنت ددې بېلګې په وړاندې کولو وغوښتل چې د طالبانو سیاسي پېچلتیا او څو ټوټې والی بیان کړي.

د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي پنجشېر ولایت ته په اشارې سره چې د طالبانو په وړاندې مقاومت پکې روان دی، هلته یې د بشري حقونو ناوړه وضعیت تایید کړ. نوموړي زیاته کړه چې طالبانو له سخت پوځي کنټرول سره مخ کړی او په پنجشېر کې وضعیت د افغانستان د بل هر ځای په پرتله توپیر لري او رسنۍ اجازه نه لري له دې ولایت څخه راپور برابر کړي.

هغه زیاته کړه: «ما د پېښې له شاهدانو سره په مستقیم ډول خبرې کړې، وضعیت په داسې ډول راته ښکاره شو چې د صحرايي وژنو په ګډون له بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو د سرغړونې په هکله جدي اندېښنه رامنځته کوي. هلته پر عادي خلکو جدي محدودیت شته، تر دې حده چې بزګران نشي کولای خپلو کروندو ته او شپانه پر خپلو رمو پسې ولاړ شي.»

طالبانو د تېر کال په اوړي کې واک ته له رسېدو وروسته د پخوانیو پوځیانو په ګډون د مخکیني دولت ټولو کارکوونکو ته عمومي عفوه اعلان کړه چې د ښاغلي بنت په وینا مرسته کوونکې چاره وه خو په یقین سره چې په بشپړه توګه نه ده عملي شوې.

ښاغلي بنت همداراز د رسنیو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وې ویل چې په افغانستان کې رسنیو اجازه نه لرله چې پر کاج ښوونیز مرکز برید ته په سمه توګه پوښښ ورکړي. طالبانو خبریالانو ته د پېښې ځاي او روغتونونو ته د تلو اجازه هم نه ورکوله.

د ملګروملتونو سازمان دغه راپور ورکوونکي چې د بشري حقونو لپاره د عدالت غوښتنې په برخه کې دېرش کلنه تجربه لري، له بهرنیو رسنیو وغوښتل چې د افغانستان وضعیت لا زیات منعکس کړي او په یو ډول یې له افغانستانه د رسنیو په ګډون نړۍ پر ناهیلې کېدو او نه پاملرنې نیوکه وکړه. د رسنیو او نړیوالې ټولنې پر ناهیلۍ د ښاغلي بنت دا نیوکې د ملګروملتونو سازمان په مرکز کې د خبري ناستې پرمهال د دوو خبریالانو ګډون په ښکاره دا واقعیت په ډاګه کوي.