د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، چې د روان کال د ژمي له پیلېدو سره میلیونونه افغانان د سختې یخنۍ، پراخې بېوزلۍ او د سرپناه او سونتوکو د کمښت له امله له لا بحراني وضعیت سره مخ شوي دي.
د یاد بنسټ په وینا، افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو سختو بشري کړکېچونو کې را ګېر او شاوخوا ۲۲ اعشاریه ۹ میلیونه کسان، چې نږدې د هېواد د نفوس نیمايي جوړوي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د سره صلیب د راپور له مخې، د څو لسیزو جګړو، اقتصادي کړکیجونو، پراخې بېکارۍ، طبیعي پېښو او د اقلیمي بدلونونو اغېزو د میلیونونو کورنیو د ژوند چارې په جدي ډول زیانمنې کړې دي.
دغه وضعیت په نابرابر ډول زیانمنېدونکي قشرونه، لکه د خوارځواکۍ ښکار ماشومان، زاړه کسان، معلولیت لرونکي وګړي، د کور سرپرستې ښځې او ورځني مزدوران اغېزمن کړي دي.
یاد بنسټ زیاتوي، چې طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول د اګست په ۳۱مه د کونړ زلزلې، بشري اړتیاوې په بېساري ډول زیاتې کړې دي.
دې زلزله کې تر ۲۲۰۰ زیات کسان وژل شوي، زرګونه نور ټپیان شوي او له ۶۸۰۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
سره صلیب ویلي، چې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې سره په همکارۍ یې د اغېزمنو کسانو لپاره بېړني طبي خدمات، لنډمهاله سرپناه او د فزیکي بیارغونې پروګرامونه برابر کړي دي.
په ورته وخت کې، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه ګڼ شمېر کډوالو ستنېدل د روغتیايي خدماتو، اوبو، خوړو او سرپناه پر سیستمونو اضافي فشارونه راوستي دي؛ په ځانګړي ډول په سرحدي ولایتونو کې، چې بنسټیزې اسانتیاوې یې له وړاندې هم له جدي کمښت سره مخ وې.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې همدارنګه په افغانستان کې د اوبو د کړکېچ او د خوړو د ناامنۍ د لا زیاتېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې پرلهپسې وچکالۍ او د اقلیمي بدلونونو اغېزو د میلیونونو کسانو لاسرسی پاکو څښاکي اوبو ته محدود کړی دی.
