ځايي سرچینې آمو ته وايي چې یو شمېر افغانان ایران ته د کډوالۍ پر مهال د سړې هوا له امله مړه شوي دي.
د سرچینو په وینا، د دې قربانیانو یو شمېر جسدونه د هرات ولایت کوهسان او ادرسکن ولسوالیو ته لېږدول شوي دي.
د دې پېښې د قربانیانو دقیق شمېر لا تر اوسه معلوم نه دی، خو د سرچینو په باور د قربانیانو شمیر له شل تنو ډېر دی.
خو، په هرات کې ځايي طالب چارواکو په دې پېښه کې د څلورو کسانو مړینه تایید کړې ده .
