فرهنګ او هنر

وردګ پوهنتون کې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د لیلې رغولو چارې پیل شوې

وردګ پوهنتون کې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ناریه محصلیلون لپاره د لیلیې رغولو چارې په داسې حال کې پیل شوې، چې د نجونو پر وړاندې لا هم د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته د زده کړو دروازې تړلې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د لوړو زده کړو وزرات وايي چې په ورد ګ پوهنتون کې د دغې نوې پروژې پرانیسته  تېره ورځ د دوی سرپرست وزیر نداء محمد ندیم او یوشمېر نورو لوړ پوړو طالب چارواکو وکړه.

د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه نوې ليليه به د ۱۶۰۰ نارینه محصلانو د اوسېدو ظرفیت ولري او تر څنګ یې په دغه پوهنتون کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت نورې فرعي پروژې لکه د داخلي سړکونو قیر کول، د سېلبرونو جوړول او د کرنې پوهنځي د ودانۍ بشپړول هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د بښنې نړیوال سازمان په وار وار ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز او په مقابل کې یې یوازې د نارینه وو لپاره پر پوهنتونونو پانګونه، د “جنسیتي اپارټایډ” یوه روښانه بېلګه ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، ضیاء الرحمن مدني یادې پرانیست غونډې ته په خپلو خبرو کې  په تحصیلي نصاب کې د “غوره بدلونونو” ادعا وکړه، خو پخواني استادان او اکاډمیکې کړۍ د دغو تغیراتو تر شا پر اهدافو شکمن دي.

دوی اندېښنه ښیي چې په نصاب کې د عصري علومو پر ځای د افراطي ایډیالوژیو ځای پر ځای کول به نه یوازې د زده کړو کیفیت راټیټ کړي، بلکې د افغانستان تحصیلي سندونه به له نړیوال اعتبار څخه هم وغورځوي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، طالبانو پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو یوه داسې لړۍ پلي کړې چې نړیوالو بنسټونو “جنسیتي اپارټایډ” بللې ده.

په دې موده کې نه یوازې دا چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل شول، بلکې په دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بشپړ بندیز ولګېد. د دې ترڅنګ، طالبانو د ښځو پر ټولنیزو او مدني حقونو د محدودیتونو په زیاتولو سره، هغوی له محرم پرته له اوږدو سفرونو، پارکونو او ورزشي کلبونو ته له تګ څخه منع کړې او په وروستیو کې یې د “امر بالمعروف” د نوي قانون له لارې د ښځو د غږ او مخ په ښکاره کولو هم نوي قیودات وضع کړي دي. د بشري حقونو د دفاع بنسټونو په وینا، دغو کړنو افغان ښځې په بشپړ ډول له عامه ژونده حذف کړې او افغانستان یې د نړۍ په کچه د ښځو لپاره په تر ټولو محدودونکي هېواد بدل کړی دی.