د امریکا د کانګرېس له ۶۰ زیاتو غړو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیرې کریستي نوئم ته په یوه رسمي استول شوي لیک کې غوښتي، تر څو هغه تګلارې لغوه کړي چې د یوه کس د عمل له امله ټول افغان کډوال اغیزمن کوي.
دوی د پنجشنبې په ورځ په خپل ګډ لیک کې د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۲۶مه د ملي ګارډ پر دوو غړو د ډزو د پېښې په اړه د ډونالډ ټرمپ د حکومت د غبرګون او پرېکړو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې.
د کانګرس غړو په استول شوي لیک کې هغه برید غندلی او ټینګار یې کړی چې عامل باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د لیک لاسلیککوونکو د برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.
د کانګرس غړو ویلي، د یوه فرد لخوا جرمي عمل باید د هغو پناهغوښتونکو د ټولیز بدنامولو پلمه ونه ګرځي، چې په قانوني ډول په امریکا کې د ژوند په لټه کې دي.
د دوی په وینا، هغه افغان وګړي چې د ځانګړې مهاجرتي ویزې (SIV)، بشردوستانه مشروط ازادۍ، د پناهغوښتونکو د بیا مېشتېدو یا د پناه غوښتنې له لارو امریکا ته داخلېږي، د څو ادارو له لوري له پراخو امنیتي څېړنو تېرېږي؛ داسې بهیر چې کله ناکله میاشتې او حتی کلونه وخت نیسي.
د کانګرس استازو د افغان وګړو د ټولو مهاجرتي دوسیو، په ځانګړي ډول د ځانګړې مهاجرتي ویزې د غوښتنلیکونو، د سمدستي درولو پرېکړه یوه خطرناکه تګلاره بللې او ویلي یې دي چې دا کار د امریکا د هغو افغان متحدینو او همکارانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، چې له امریکایي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه کار کړی دی.
په لیک کې راغلي، دا پرېکړه د هغو نورو اقداماتو په دوام کې شوې چې پکې د موقتي خوندي وضعیت لغوه کول، د پناهغوښتونکو د بیا مېشتېدو نامحدوده درول، افغانستان د سفر د بندیز په لېست کې شاملول او د بشردوستانه مشروط ازادۍ له لارو د خلکو د ایستلو هڅې شاملې دي.
د لیک په بله برخه کې د حکومت دا دریځ «ټولیز ملامتول» بلل شوی او خبرداری ورکړل شوی چې د وېرې او تفرقې خپرول به د امریکا امنیت پیاوړی نه کړي.
لاسلیککوونکو زیاته کړې، د متحدانو پرېښودل د امریکا راتلونکو احتمالي شریکانو ته منفي پیغام لېږي او د دې هېواد پر ژمنو باور کمزوری کوي.
د کانګرس غړو د امریکا د بهرنیو چارو او کورني امنیت له وزیرانو د هغې تګلارې د لغوه کولو غوښتنه کړې، چې د یوه کس د عمل له امله ټول افغان وګړي او یو بشپړ ملت مجازات کوي، او په وینا یې امریکا باید له خپلو پخوانیو همکارانو او متحدینو سره په کړو ژمنو عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ په خپل تازه فرمان کې، چې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر بندیز لګوي، د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتنلیک لرونکي کسان له دې محدودیت او د امریکا ته د ننوتلو له ځنډه معاف اعلان کړي دي.
