افغانستان ښځې

د بحران نړیواله ډله: خصوصي تشبث د افغان مېرمنو د ژوند تېرولو د تکیه وروستی سکتور شوی

کابل ښار کې د ښځینه صنعتکارانو لپاره د جوړ شوي نندارتون عکس

د بحران نړیوالې ډلې (International Crisis Group) په خپل تازه راپور کې ویلي، سره له دې چې طالبان پر ښځو سخت‌ محدودیتونه لګولي، خو د معیشت د تأمین لپاره د کوچنیو سوداګریو د پیل کوونکو ښځو شمېر زیات شوی دی.

یاد بنسټ ویلي، چې دغه فعالیتونه چې تر ډېره په خصوصي سکتور کې ترسره کېږي، د ډېرو ښځو لپاره د اقتصادي مشارکت یوازینۍ لاره ګرځېدلې ده.

په راپور کې راغلي، چې د ښځو پر کار د نادولتي بنسټونو کې له بندیز او د ښکلا سالونونو له تړل کېدو وروسته، یو شمېر ښځو د کورنیو تولیداتو، لاسي صنایعو او د خوړو د پروسس پر لور مخه کړې ده.

د دې بنسټ په وینا، انلاین سوداګرۍ هم ښځو ته دا زمینه برابره کړې، څو له عامه فضا ته له وتلو پرته پېرېدونکي پیدا کړي.

د بحران نړیوالې ډلې د موندنو له مخې، ښځو ته د ورکړل شویو سوداګریزو جوازونو شمېر زیات شوی، خو ډېری ښځې لا هم پرته له رسمي جوازه په کورونو کې فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سفر او دولتي ادارو ته د تګ پر مهال د محرم د لرلو شرط، د ښځینه سوداګرو پر وړاندې له اصلي خنډونو څخه بلل کېږي.

په راپور کې ویل شوي، چې طالبانو تر اوسه د ښځو د سوداګرۍ پر رامنځته کولو مستقیم بندیز نه دی لګولی او ان په ځینو سوداګریزو نندارتونونو کې یې د ښځو حضور هم منلی دی.

خو له دې سره سره، اداري ستونزې او د تګ‌راتګ محدودیتونه د ښځو فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

د بحران نړیوالې ډلې وړاندیز کړي، چې طالبان د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د ښځو د تګ‌راتګ او له ادارو سره د تعامل شرایط اسانه کړي.

دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې د مالي مرستو، مسلکي زده‌کړو او د انلاین بازار موندنې او پلور د ملاتړ له لارې د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو له ودې ملاتړ وکړي.

د راپور له مخې، د ښځو له کار موندنې ملاتړ له هغو محدودو لارو څخه دی، چې هم د افغانستان ښځو ته هیله ور بخښي او هم د هېواد له زیانمن شوي اقتصاد سره مرسته وکړي.