د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرکټ جام سیالیو په وروستۍ لوبه کې نیپال ته ماته ورکړه او خپل سفر یې په دې سیالیو کې په بریا پای ته ورساوه.
دا لوبه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، چې افغانستان د نیپال لوبډلې د ۱۲۴ منډو هدف د تعقیب سره وتوانېد په ۲۶.۵ اورونو کې، د څلورو لوبغاړو په سوځېدو، ۱۲۵ منډې جوړې کړي او بریا خپله کړي.
په دې بریا کې عذیرالله خان نیازي د پنځوس منډوه په جوړولو سره مهم رول ولوباوه.
تر دې وړاندې، د نیپال لوبډله په ۴۶.۴ اورونو کې په ۱۲۴ منډو له سیالۍ بهر شوه.
دغه راز، افغان لوبغاړي زیتالله شاهین د توپاچونې په برخه کې د ښې لوبې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
نوموړي په ۱۰ اورونو کې د ۱۹ منډو په ورکولو سره درې ویکټې واخیستې او د نیپال د منډو په مهارولو کې یې اغېزناک رول ولوباوه.
دا بریا وروسته له هغې ترلاسه شوه، چې افغانستان په پرلهپسې ډول د بنګلهدېش او سریلانکا پر وړاندې دوه ماتې خوړلې وې.
تر دې وړاندې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د ډسمبر په ۱۳مه، د بنګلهدېش پر وړاندې د درې ویکټو په توپیر بایللې وه او په دویمه لوبه کې، چې د ډسمبر په ۱۵مه ترسره شوه، د پام وړ سیالۍ په ترڅ کې سریلانکا د دوو ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړې وه، چې هغه لوبه کې د ۲۳۶ منډو هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره کړی و.
