د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لېندۍ ۲۵ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده یو ځل بیا پر خپل اطاعت ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې له اختلافاتو باید ډډه وشي.

د طالبانو مشر په کندهار کې په یوه ناسته کې ویلي چې د هغه فرمانونه او د طالبانو قوانین د اشخاصو له رأیو نه، بلکې د اسلام د احکامو پر بنسټ صادرېږي

د اختلافاتو په وړاندې د اطاعت او خبرداري دا ټینګار داسې مهال شوی چې سراج الدین حقاني تازه ویلي، هغه حکومت چې د ویرې او تاوتریخوالي له لارې خلک اداره کوي، ریښتینی حکومت نه دی.