د روسي ورځپاڼې «ایزوستیا» د راپور له مخې، طالب چارواکي وایي چې له روسیې سره د یو شمېر شریکو زیربنایي پروژو د عملي کېدو بهیر وروستي پړاو ته نږدې شوی دی؛ خو روسي کارپوهان وايي چې امنیتي او حقوقي ننګونې لا هم په افغانستان کې د سترو پروژو د پلي کېدو پر وړاندې لوی خنډونه دي.
په مسکو کې د طالبانو د حکومت سفیر حسنګل حسن «ایزوستیا» ته ویلي، چې له روسیې سره، د سیاست او امنیت په ګډون بېلابېلو برخو کې همکاري «ښه» ده او یو شمېر زیربنایي پروژې دا مهال د پلي کېدو لپاره د چمتووالي په پړاو کې دي.
د نوموړي په وینا، هغه هوکړې چې تېر کال د «روسیه – اسلامي نړۍ» اقتصادي فورم یا (کازانفورم) په چوکاټ کې لاسلیک شوې وې، اوس یې عملي کېدو هیله مند دي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي، چې په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو سیمهییزه ناسته ترسره شوې ده.
په دې ناسته کې د روسیې، چین، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو ګډون کړی و او اصلي تمرکز یې د افغانستان د ثبات او د وضعیت د عادي کېدو لپاره د سیمهییزو هڅو همغږي بلل شوې ده.
ایراني چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.
د راپور له مخې، اقتصادي همکاري د طالبانو او مسکو د اړیکو له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي.
سږ کال، د افغانستان شرکتونو له روسي شرکتونو سره د نفتي محصولاتو د واردولو لپاره لنډمهاله قراردادونه لاسلیک کړي دي.
دغه راز، د کازانفورم په څنډه کې د دواړو لورو ترمنځ د څو اړخیز ترانسپورټ د پراختیا په اړه د هوکړه لیک یو یادداشت هم لاسلیک شوی دی.
«ایزوستیا» د ترانسافغانستان د اورګاډي پروژه هم د مهمو زیربنایي طرحو له ډلې یاده کړې ده.
د روسي چارواکو په وینا، د دې پروژې لومړنۍ څېړنې د روسیې او ازبکستان له لوري روانې دي او تمه ده چې اقتصادي ارزونې یې د ۲۰۲۶ کال تر لومړیو بشپړې شي.
دغه اورګاډي پټلۍ، که بشپړه شي، افغانستان به له پیښور سره ونښلوي.
