افغانستان کډوالي

پاکستان یو ورځ کې له ۲۸۰۰ ډېر افغانان په زور ایستلي دي

له پاکستانه د راستانه شوي کډوالو انخور

د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمېسیون وايي چې په تېره یوه ورځ (دوشنبې، د لېندۍ ۲۴مه) پاکستان د هېواد ۲۸۲۱ کډوال اخراج کړي دي.

په ورته وخت کې، ۱۸۴ تنه نور له ایران څخه وېستل شوي دي؛ چې ډېری یې په اجباري ډول اخراج شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دغه کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچه، اسلام کلا او پل ابریشم پر لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

پاکستان له دې څخه یوه ورځ وړاندې (د لېندۍ ۲۳مه) هم د هېواد ۵۴۴۱ کډوال په اجباري او اختیاري ډول اخراج کړي وو.

پاکستان په وروستیو اوونیو کې د کډوالو د اخراج لړۍ لا چټګه کړې ده. د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمېسیون په وینا، یوازې د سې شنبې او چهار شنبې په ورځو لږ تر لږه ۶ زره کډوال له دغه هېواده وېستل شوي دي.

مرستندویه سازمانونو خبرداری ورکړی چې د کډوالو پراخه راستنېدنې پر افغانستان ډېر فشار وارد کړی، په داسې حال کې چې میلیونونه خلک لا له وړاندې په هېواد کې له خوراکي ناامنۍ، بېکارۍ او د نړیوالو مرستو له شدید کمښت سره مخ دي.