Uncategorized @ps سویلي آسیا

هند: د کشمیر په برید کې پاکستان مېشتې وسله والې ډلې ښکیل وې

د هندي پوځ د سرتېري عکس

هند د دوشنبې په ورځ پاکستان مېشتې اسلامپالې نیمه پوځي ډلې او شپږ تنه په دې تورن کړل چې د اپریل په میاشت کې یې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر ګرځندویانو برید کړی و، چې په پایله کې یې ۲۶ کسان ووژل شول او د دواړو هېوادونو ترمنځ سخته جګړه ونښته.

دغه جګړه، چې په وروستیو لسیزو کې د دې دوو اټومي وسلو لرونکو ګاونډیو ترمنځ ترټولو بده نښته بلل کېږي، هغه وخت پیل شوه چې وسله والو کسانو د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پهاګلام سیمه کې پر هندو ګرځندویانو ډزې پیل کړې.

له دې پېښې وروسته، نوې ډیلي اعلان وکړ چې دا برید د پاکستان په ملاتړ شوی دی؛ هغه تورونه چې اسلام آباد تر اوسه رد کړي دي.

د هند د تروریزم سره د مبارزې ادارې (ان ای اې) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان مېشتې “لښکر طیبه” او د هغې څانګه “د کشمیر مقاومت جبهه” د “پهاګلام د برید په پلانولو، اسانتیا برابرولو او عملي کولو” کې د ادعا شوي رول له امله تورن شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، درې پاکستاني وګړي چې د جولای په میاشت کې د هند په کشمیر کې په سرینګر کې د ماهادو عملیاتو په ترڅ کې د هندي امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول، له مړینې وروسته تورن شوي دي.

دوه نور کسان چې لا وارد دمخه په توقیف کې وو او یو بل کس چې د یو پاکستانی تروریست لارښوونکي په توګه شکمن شوی و، هم تورن شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د هند د دې بیان په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

د یادولو وړ ده چې دا ۱۵۹۷ پاڼې لرونکی سند د هند د جامو سیمه کې یوې ځانګړې محکمې ته وړاندې شو او د دې برید په اړه یې لومړني رسمي تورونه درلودل