افغانستان سوداګري

په کابل کې د ښځو او نجونو ځانګړی نندارتون پرانیستل شوی

کابل ښار کې د ښځینه صنعتکارانو لپاره د جوړ شوي نندارتون عکس

د نجونو او ښځو لپاره ځانګړی «شین لاری» نندارتون د کابل په ښار کې پرانیستل شوی، چې پکې کورني تولیدات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دې نندارتون د جوړولو موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، ښځو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول او د هغوی د محصولاتو د پلور زمینه برابرول بلل شوې ده.

خو هغه شمېر ښځینه صنعتکارانې چې په دې نندارتون کې ګډون کړی د اقتصادي ستونزو او د خلکو د پېرلو د توان کموالي له امله شکایت لري.

مریم، چې په نندارتون کې د توکو پلورونکې په توګه ګډون لري وایي:

«زموږ ځینې تولیدات پلورل شوي او ځینې نه دي؛ دا د بیو پورې اړه لري. هغه ستونزې چې موږ ورسره مخ یو، د کار لپاره د مناسب ځای نشتوالی او اوسنی اقتصادي وضعیت دی. دا مهال د ښځو لپاره مشخص او مناسب کاري ځای نشته.»

یو شمېر نورې ښځینه صنعتکارانې هم د ملاتړ او لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.

د دې نندراتون ګډونوالې زحل وویل:

«له هغه وخته چې موږ راغلي یو، هېڅ ډول مرسته راسره نه ده شوې. هر څه مو په خپله هڅه او له خپلو پیسو پر مخ وړي دي. په افغانستان کې د برېښنا ستونزه ډېره جدي ده او موږ د لمریزې برېښنا (سولر) خپلې اړتېاوې پوره کوو.»

سره له دې چې په هېواد کې اقتصادي ستونزې پراخې دي، خو یو شمېر ښځینه صنعت لرونکي لا هم لږ امکاناتو سره هڅه کوي، څو د خپلو کورنیو د اقتصاد سره مرسته وکړي.