افغانستان رسنۍ

د «رسا» ټلویزیون دوه خبریالان له ۱۰ میاشتو بند وروسته له بګرام زندانه خوشې شول

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د «رسا» خصوصي ټلویزیون مسوول مدیر غلام‌محی‌الدین صاحب‌زاده، او د همدې ټلویزیون خبرېال جهادمل حبیبي، له لسو میاشتو بند وروسته نن (دوشنبه) د بګرام له زندانه خوشې شول.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټ په وینا، سره له دې چې یاد خبریالان خوشې شوي، خو د «رسا» ټلویزیون ته لا هم د بیا پرانیستې اجازه نه ده ورکړل شوې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې دا دوه خبریالان نن شاوخوا د مازیګر په څلور بجو خوشې شوي دي.

د یاد بنسټ مسوولینو په خبره، هغوی په بګرام زندان کې ساتل کېدل او تر خوشې کېدو وړاندې کابل کې د طالبانو د استخباراتو د ۴۰م ریاست دفتر ته لېږدول شوي وو.

غلام‌محی‌الدین صاحب‌زاده او جهادمل حبیبي د تېر کال د دلو میاشتې په ۳۰مه د طالبانو د استخباراتو د کارکوونکو له لوري په کابل کې نیول شوي وو.

هم‌مهاله له دې نیونو سره، د «رسا» ټلویزیون کمپیوټرونه ضبط او د دې رسنۍ دفتر تړل شوی و.

د کابل ښار د دویمې حوزې لپاره د طالبانو محکمې د روان کال د حمل میاشتې په ۴مه دا دوه خبریالان د «طالبانو پر ضد د تبلیغاتو» په تور ۱۰ میاشتو بند ته محکوم کړي وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، سره له دې چې دا دوه خبریالان خوشې شوي، خو د «رسا» ټلویزیون دفتر لا هم تړلی دی او تر اوسه ورته د رسنیزو فعالیتونو د بیا پیل اجازه نه ده ورکړل شوې.

د «رسا» ټلویزیون په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په کابل کې جوړ او فعالیت یې پیل کړی و.

دې رسنۍ ټولنیز او ورځني راپورونه تولیدول او همداراز یې د اقلیم او وحشي حیواناتو د ژوند په اړه بهرني مستند فلمونه بیا خپرول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د غلام‌محی‌الدین صاحب‌زاده او جهادمل حبیبي د خوشې کېدو هرکلی کړی، خو د دوی نیول، محاکمه او د لسو میاشتو لپاره د آزادۍ سلبول یې غندلي دي.