د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لېندۍ ۲۴ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کې باخبره سرچینې آمو ته وايي، د تهران په سیمه ییزه ناسته کې د طالبانو د نه ګډون لامل په دې ناسته کې د وړاندې شویو دریځونو په اړه اختلاف و.

د دغو سرچینو په وینا، طالبانو ایران ته ویلي وو چې دوی به په دې ناسته کې د «ترهګرۍ د ملاتړ د تورن لوري» په توګه ګډون ونه کړي، او غوښتنه یې کړې وه چې د داسې تورونو مخه دې ونیول شي، په ځانګړي ډول که دا تورونه د پاکستان له لوري وړاندې کېږي.

د سرچینو په وینا، طالبانو ټینګار کاوه چې په دې ناسته کې دې یوازې د سوداګرۍ او سوداګریزې راکړې ورکړې په څېر موضوعاتو باندې خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د تهران په سیمه ییزه ناسته کې د افغانستان پر اوسني وضعیت نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دې هېواد خلک د غوره شرایطو مستحق دي.