د افغانستان پر محور د ایران سیمهییزه ناسته، نن د طالبانو له ګډون پرته په تهران کې ترسره شوه. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې وویل، چې په افغانستان کې ثبات د سیمې لپاره ډېر ارزښتناک دی او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان او سیمې د ناورین د حل لپاره هېڅ بهرنۍ نسخه اغېزناکه نه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز په افغانستان کې د امنیت او ثبات پیاوړتیا مهمه وبلله او ویې ویل چې سیمهییز کړکېچونه باید د خبرو اترو له لارې حل شي. په یاده ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ټینګار وکړ، چې اسلامآباد غواړي څو د ترهګرۍ له ګواښونو سره جدي چلند وشي.
د نن ورځې په دې ناسته کې، د پاکستان په ګډون د شپږو هېوادونو ځانګړو استازو ګډون درلود، خو طالبانو له رسمي بلنې سره سره، په دې ناسته کې له ګډون ډډه وکړه
