د جرمونو او نشه يي توکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر، خپله نړیواله جایزه د زده کړو فعال (مطیعالله ویسا) ته ورکړه.
دې ادارې ویلي چې دا جایزه په ځانګړي ډول په افغانستان کې د نجونو او ځوانانو په ملاتړ، د زده کړو، ټولنیز عدالت او فساد سره د مبارزې په برخه کې د نوموړي د هڅو د ستاینې لپاره ده.
مطیعالله ویسا د افغانستان ټولنیز او بشري حقونو فعال دی چې د زدهکړې حق، په ځانګړي ډول د نجونو د زدهکړو د ملاتړ لپاره یې کلونه کلونه خدمت کړی دی. هغه د (قلم لار) سازمان بنسټګر دی، چې په هېواد کې یې زرګونه نارینه او ښځینه زدهکوونکو ته د ښوونځیو د بېرته پرانیستو، کتابونو وېشلو، لېکنې او ټولنیزو کمپاینونو له لارې د زدهکړې فرصتونه برابر کړي او له زده کړو څخه د نجونو د محرومیت پر ضد یې غږ پورته کړی دی.
ویسا د طالبانو د حاکمیت په روانه دوره کې د دوی د ځواکونو له لوري نیول شوی و، خو وروسته خوشې شو، او لا هم د بشري حقونو او په ټوله ټولنه کې د تعلیم د لاسرسي لپاره خپل کار ته ادامه ورکوي.
