افغانستان سوداګري

هېواد کې د پاکستان د ویزې او الوتنې د ټکټونو د لوړو بېو شکایت کیږي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لارو تړل کېدو سره، د کابل یو شمېر اوسېدونکي پاکستان ته د سفر د ټکټونو او ویزو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

د دوی په وینا، دا مهال پاکستان ته د سفر د ټکټ بیه شاوخوا ۵۰۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلې ده.

د کابل اوسېدونکي آمو ته ویلي، چې سیاحتي شرکتونه مسافر اړ باسي څو د تګ او راتګ ټکټونه واخلي، او د یوطرفه ټکټ له لارې هغوی ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي.

د کابل اوسېدونکي رامش احمد وویل:
«دوه طرفه ټکټ غواړي. د افغانستان وضعیت تاسو ته معلوم دی او د خلکو اقتصادي حالت هم خراب دی. موږ د دوه طرفه ټکټ د پیسو ورکولو وس نه لرو.»

یو شمېر نور اوسېدونکي ټینګار کوي، چې د پاکستان د ټکټونو او ویزو د بیو لوړوالی ډېرو خلکو، په ځانګړي ډول ناروغانو ته، دغه هېواد ته سفر ستونزمن کړی دی.

د کابل اوسېدونکي شیر محمد وویل:
«عاجل ناروغ لرو. غوښتل مو چې په الوتکه ژر ورسېږو، خو وایي چې باید پر ځمکه لاړ شئ. د هوا له لارې هم وایي چې باید دوه طرفه ټکټ واخلئ، چې د هغې د پیسو ورکولو توان نه لرو.»

په ورته وخت کې، یو شمېر سیاحتي شرکتونه هم آمو ته تاییدوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له رامنځته شویو ترینګلتیاوو وروسته، د پاکستان د ویزو بیې د پام وړ لوړې شوې دي.

د یو سیاحتي شرکت کارکوونکي وویل:
«له بده مرغه، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو له امله، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې ناروغان لري، د ویزو بیې لوړې شوې دي. موږ دوه ډوله ویزې لرو؛ طبي ویزه او سیاحتي ویزه.»

له شاوخوا دوه میاشتې کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او ټرانزیټ لارې تړل شوې دي.