د افغانستان په رابطه د سیمې د هېوادونو غونډه نن یکشنبه، د قوس په ۲۳مه، په تهران کې پیل شوه.
په دې غونډه کې د سیمې د هېوادونو ځانګړو استازو، د افغانستان په چارو کې د پاکستان، تاجکستان، ازبیکستان، چین او روسیې استازو ګډون کړی دی.
ویل کیږي په دې غونډه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو په اړه هم خبرې اترې کیږي.
پاکستاني رسنیو ویلي، په دې غونډه کې د نورو پاکستاني استازو ترځنګ د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی، په کابل کې د پاکستان سفیر او همدارنګه په تهران کې ددغه هېواد سفیر ګډون لري.
دغو رسنیو زیاته کړې چې پاکستانی پلاوی به په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت او په ځانګړي ډول د امنیتي ننګونو پر موضوع، خپل دریځ او معلومات وړاندې کړي.
