افغانستان امنیت

واشنګټن پوسټ: طالبانو بګرام کې د اصلي الوتکو پر ځای جعلي یا رنګ شوې الوتکي تنظیم کړي

FILE PHOTO: Parked vehicles are seen in Bagram U.S. air base, after American troops vacated it, in Parwan province, Afghanistan July 5, 2021. REUTERS/Mohammad Ismail/File Photo

د سپوږمۍ له لارې د واشنګټن‌پوسټ یوه نوې تصویري څېړنه چې د خلاصو سرچینو پر بنسټ جوړه شوې، ښيي چې طالبانو په بګرام هوایي اډه کې د هوایي څار کوونکو تېر اېستلو په هدف د واقعي الوتکو پر ځای «جعلي یا له رنګ جوړ شوي انځورونه» تنظیم کړي دي.

دا څېړنه چې د څلورو کلونو موده کې  سپوږمکۍ انځورونه پکې ارزول شوي، ښيي چې د امریکا د ځواکونو تر ټولو ستر پخوانی پوځي اډه ـ  بګرام اوس نږدې په بشپړ ډول خالي دی او د پام وړ پوځي فعالیت پکې نه ترسترګو کېږي.

واشنګټن‌پوسټ لیکلي، که څه هم طالبان ادعا کوي، چې ګنې له دې اډې پوځي او اقتصادي ګټه اخلي، خو سپوږمکۍ اخېستل شوي عکسونه او شواهد برعکس ثابتوي.

د ۲۰۲۱ کال اګست کې د پخواني افغان پوځ له ړنګېدو وروسته، طالبانو هغه پوځي اډې ترلاسه کړې چې امریکا په شل کلنه جګړه کې جوړې کړې وې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې له طالبانو وغوښتل چې بګرام دوی ته «بېرته وسپاري» او هغه یې «د نړۍ له سترو هوایي اډو» څخه وبلله.

طالبانو د ولسمشر ټرمپ دې خبرو ته ډېر ژر غبرګون وښود او د بګرام د خوندي کولو لپاره یې نور اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړل، خو له څلورو کلونو وروسته سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې طالبان نه دي توانېدلي له دې لویې اډې اغېزمنه ګټه واخلي.

د واشنګټن پوسټ دغه راپور کې راغلي چې د سپوږمکۍ ارزول انځورونه ښيي طالبان د بګرام د الوتکو د ځغاستې لیکې (رنوی) په یوې برخې کې رنګ‌کړي «دویېم ماډلونه» اېښي، هغه شکلونه چې له فضا څخه د الوتکو په څېر ښکاري، خو کلونه کېږي له خپل ځایه نه دي خوځېدلي.

د دې څېړنیز راپور له مخې شنونکي وايي دا کار ښايي د هوايي څار سیستمونو د دوکه کولو او د طالبانو د پوځي توان ځواکمن ښودلو لپاره شوی وي.

د سټیمسن مرکز څېړونکي اسفندیار میر ویلي، «د هغو وسایلو لویه برخه چې طالبانو ترلاسه کړل، ډېره برخه یې له وړاندې استفادې او کار وړ نه وه.»

څېړنې همداراز ښيي چې طالبانو ځینو کانتینرونو ته بدلون ورکړی ترڅو د اډې دننه لوړې دېوالونه او پټنځایونه جوړ کړي، خو د بګرام په دننه کې د پراخو عملیاتو نښې نه ترسترګو کېږي.

طالبانو د واک تر بیا نیولو وروسته ژمنه کړې وه چې د امریکا پخوانۍ پوځي اډې، په ځانګړي ډول بګرام، په «ځانګړو اقتصادي زونونو» بدلوي.

خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند واشنګټن‌پوسټ ته ویلي چې دا پلان په رسمي ډول لغوه شوی.

د هغه په وینا، «سترو پوځي تأسیساتو ته د اقتصادي کارونې بڼه کارول پراخ تخریب او لګښت غواړي، چې د پوځي برخې په زیان تمامیږي.»

واشنګټن‌پوسټ زیاتوي چې شنونکي دا شاتګ د طالبانو د ادارې د کمزورتیا نښه بولي.

د افغانستان د بیا جوړونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) د راپور له مخې امریکا شاوخوا ۷ میلیارده ډالر پوځي تجهیزات، چې ۲۵۰ زره میل وسلې او ۱۸ زره د شپې لید دوربینونه پکې شامل دي، په افغانستان کې پرېښې دي.

راپور زیاتوي چې افغانستان کې د امریکا ډېری دغه تجهیزات اوس په پاکستان کې لیدل شوي او د هغو جنګیالیو لاس ته ورغلي چې طالبانو ته وفادار دي، خو طالبان دا ادعا ردوي.

سپوږمکۍ انځورونه د کندهار او کابل له پوځي اډو ښيي، چې طالبانو ځینې الوتکې او چورلکې ـ لکه «سوپر توکانو A-29، بلیک‌هاک UH-60، C-130 او Mi-17» ـ انتقال کړي یا یې پرزې راټولې کړي ترڅو له سره وکارول شي.

خو د راپور له مخې د طالبانو د استفادې وړ الوتکو شمېر لا هم ډېر محدود دی.

یوه پاکستاني چارواکي ویلي طالبان د پیلوټانو او هوایي برخې د تخنیکي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ دي او د پرزو د تور بازار په مرسته هڅه کوي ځینې الوتکې بېرته فعاله کړي.

د پوځي چارو شنونکي وايي که څه هم د طالبانو چورلکې د پاکستاني پوځ د مقابلي توان نه لري، خو د ځواکونو په لېږد او د کورنیو عملیاتو په ترسره کولو کې اغېزمنې تمامېدای شي.

ځینې شنونکي خبرداری ورکوي چې همدا محدود ظرفیت هم د طالبانو د فعالیت او ځواک کچه لوړه کولی شي.

طالبانو د واشنګټن‌پوسټ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

دغه راز امریکا کې د بایډن ادارې هم د پاتې شویو تجهیزاتود مسؤلیت منل رد کړي او ویلي دي دغه وسایل «له سقوط مخکې افغان اردو ته سپارل شوي وو او د بېرته اخیستو پلان نه شته.»

خو د امریکا اوسني ټرمپ ویلي: «موږ باید د دغو تجهیزاتو یوه برخه بېرته واخلو.»

واشنګټن‌پوسټ لیکي، سره له دې چې د طالبانو مشر او د دوی ایدیولوژیکه حلقه په کندهار کې ده، خو سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې د طالبانو هوايي فعالیتونه په کابل کې ډېر متمرکز دي.

د سپوږمۍ له لارې د تصویري څېړنې موندنې ښیې، چې د تېرو کلونو په پرتله اوس د کندهار پوځي اډه کې د شپې رڼاګانو او فعالیت کې د پام وړ کمښت ښيي.

د واشنګټن پوسټ تازه راپورکې یل شوي، چې طالبان په کابل کې په وروستیو کلونو کې نوي څار برجونه جوړ کړي او خپلې محدودې الوتکې هم هلته ساتي.