افغانستان بشري حقوق

ملاله یوسفزۍ: افغان ښځې د بشري حقونو نړېوالې مبارزې په لومړي سر کې دي

د ښځو او نجونو د حقونو فعاله او او نوبل جایزې ګټونکې، ملاله یوسفزۍ

د بشري حقونو له نړيوالې ورځې سره هم‌مهاله، د ښځو د حقونو فعالې او د سولې د نوبل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ، په ټينګار سره ویلي، د افغانستان ښځې د بشري حقونو د نړيوالې مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي.

هغې زياته کړه، د هالنډ ولسي محکمه موږ ته دا ښیي چې ښځې د خپلو اساسي حقونو د خوندي کولو لپاره دوامداره مرستو ته اړتيا لري.

هغې د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه په نيوکې سره وويل: «زه هېڅ تصور نه شم کولی په ۲۰۲۵/۲۰۲۶ کلونو کې دې نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منع شي او يا ښځې د کار اجازه ونه لري.

که ښځې له دې ظالمانه قوانينو، چې هڅه کېږي د کلتور يا مذهب په نوم توجيه شي، سرغړونه وکړي، نو سزا ورکول کېږي.»

يوسفزۍ ټينګار وکړ چې نړيواله ټولنه بايد د افغان ښځو کړاو هېر نه کړي او بايد د هغوی د هڅو ملاتړ وکړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په هالند کې د افغانستان د ښځو د حقونو د منظم سرغړونو د څېړلو لپاره ولسي محکمه جوړه شوې ده.