افغانستان

سرچینې: د جلال‌اباد–کابل پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ د غره د تخریب شوې برخې د نړولو او پاکولو په موخه لار د لنډ وخت لپاره تړل شوې ده

له سیمې څخه ځايي سرچینو آمو ته وویل چې د جلال‌اباد–کابل پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ د ډېم کاسې په سیمه کې د غره د تخریب شوې برخې د نړولو او پاکولو په موخه لار د لنډ وخت لپاره تړل شوې ده.

لغمان کې د طالبانو د سیمییزو چارواکو په وینا، په دغه سیمه کې د غره د ناسمو کمرونو د نړېدلو له امله د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره تخنیکي ټیمونه بوخت دي او هڅه کوي چې تخریب شوې برخه بشپړه پاکه کړي.

چارواکي زیاتوي چې د کار تر بشپړېدو پورې د هر ډول تګ راتګ مخه نیول شوې ده.

مسئولین له موټر چلونکو غوښتنه کوي چې د بدیل لارې په توګه د قرغه‌يي ولسوالۍ فرعي سړک وکاروي او تر ممکنه حده دې له ګڼې ګوڼې او ځنډ څخه د مخنیوي لپاره مکاري وکړي.

چارواکي ډاډ ورکوي چې د لارې د بېرته پرانیستو لپاره هڅې چټکې شوې دي او ډېر ژر به د جلال‌اباد–کابل لويه لار بېرته ترافیکو پرمخ خلاصه شي.