د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لېندۍ ۱۹ – د ۸ بجو خبرونه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې هغه د افغانستان په ګډون د دریمې نړۍ هیوادونو څخه کډوالۍ په دایمي توګه بنده کړې ده.

خپلو ملاتړو ته په خپله وینا کې، د امریکا ولسمشر د افغانستان، هایټي او سومالیا په ګډون ځینې هیوادونه دوزخ وبلل.

له بلې خوا، هغه د رحمان الله لکنوال لخوا د امریکا د ملي ګارډ په دوو غړو ډزې کول یوه وحشتناکه او ترخه پیښه وبلله.