د ملګرو ملتونو مرستیال تام فلېچر،د امنیت شورا ناستې ته په خبرو کې د افغانستان د بشري بحران په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې شاوخوا ۱.۱ میلیونه افغان ماشومان د شدیده خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
ده زیاته کړه چې سږ کال په افغانستان کې ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي؛ هغه اقدام چې له امله یې ۳ میلیونه ماشومان له اساسي روغتیايي خدمتونو بېبرخې شوي دي.
فلیچر همدارنګه وویل چې ملګري ملتونه هڅه کوي مرستې ډیجیټلي کړي څو د مرستو له لاس وهنې مخنیوی وشي او مرستې په شفاف ډول مستحقینو ته ورسېږي.
