افغانستان امنیت

چین: د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو راپورونه مو څارلي؛ دواړه لوري دې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پیکنګ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو راپورونه څاري او له دواړو لورو غواړي چې ستونزې د خبرو او مشورو له لارې حل کړي.

د وزارت ویاند، ګو جیاکون، نن سه‌شنبه وویل چې پاکستان او افغانستان د چین «دوې دودیزې ګاونډي او دوستانه» اړیکې لرونکي هېوادونه دي او باید د خبرو له لارې د وضعیت د ارامولو او د سیمې د ثبات د ساتلو لپاره ګډ ګامونه واخلي.

هغه زیاته کړه چې چین چمتو دی د نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کې، د پاکستان او طالبانو د اړیکو د ښه کېدو او پراختیا لپاره «رغنده رول» ولوبوي.

چین داسې وخت د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په ځای مذاکرې غوښتنه کړې، چې روانه اونۍ هم سپین بولدک کې د پاکستاني ځواکونو برید لهن ۴ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

پاکستان او طالبان یو پر بل د برید د پیلولو تور لګوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پېښې د تایید ترڅنګ ادعا کړې چې «پاکستاني ځواکونه د نښتې پیل کوونکي» وو او د طالبانو ځواکونو «لازم ځواب» ورکړی.

مجاهدویلي: «له بده مرغه د قوس په ۱۴مه شپه، پاکستان یو ځل بیا د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ کې بریدونه پیل کړل او د دوی ځواکونو د دفاعي غبرګون ته اړ شول.»

بل‌خوا پاکستاني رسنیو د چارواکو له قوله راپورونه ورکړي چې نښته لومړی د طالبانو له خوا پیل شوې وه او د ډیورنډ کرښې هغې خوا درې کسان ټپیان ټپیان شوي وو.