د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لېندۍ ۱۸ – د ۸ بجو خبرونه

ځايي سرچینې راپور ورکوي چې تېره شپه د پنجشېر ولایت په درې عبدالله خېل ولسوالۍ کې دوو چاودنو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې سرچینو په وینا، دا چاودنې د درې عبدالله خېل په مرکز کې وشوې، چې په پایله کې یې اته طالبان ووژل شول.

له پېښې وروسته، طالبانو د دې درې ځینې برخې کلابندې کړې او د سیمې له اوسېدونکو یې پوښتنې ګروېږنې پیل کړې.

تر اوسه پورې، طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي او هیڅ ډلې د دې بریدونو مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.