ساینس او ټکنالوژي

د فرسټ ګلوبل په نړیوالو سیالیو کې د افغان روباټیک نجونو بریالیتوب

د افغانستان د روباټیک نجونو ډلې په ۲۰۲۲ کال کې د فرسټ ګلوبل په نړیوالو سیالیو کې دوه مډالونه ترلاسه کړل.

فرسټ ګلوبل نړیوالې سیالۍ هر کال د نړۍ د یوه هېواد په کوربتوب ترسره کېږي چې سږ کال د سویس جنیوا ښار د دغو سیالیو کوربه و.

په دغو سیالیو کې د نړۍ ۱۶۲ هېوادونو د حضور جواز لاسته راوړی و او له افغانستان څخه درې کسیزې ډلې پکې ګډون وکړ او د جایزو ګټونکې شوه.

د افغانستان د روباټیک ډلې غړې شبنم نورزۍ وایي: «سږ کال د فرسټ ګلوبل لوبو موضوع موسمي بدلونونه وه او موږ وتوانېدو د خوندیتوب او د ټولنیزو رسنیو جایزه خپله کړو.»

د افغانستان د روباټیک ډلې بلې غړې ناهید رحیمی هم وویل: «زموږ د ډلې اصلي موخه افغانستان کې د نجونو او ښځو پیاوړي کول ده او موږ غواړو هغه علم او تجربه چې د روباټیک، ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې مو ترلاسه کړې، مینه‌والو ته ولېږدوو.»

د سږ کال په فرسټ ګلوبل سیالیو کې د ګډون لپاره ۱۸۲ غوښتنه کړې وه؛ خو یوازې ۱۶۲ هېوادونو په دې سیالیو کې د ګډون اجازه ترلاسه کړه چې افغانستان هم یو له دغو هېوادونو څخه و.

په دې لړ کې د ښځو حقونه فعالې محبوبې په دغو سیالیو کې د افغان نجونو له بریالیتوبه د خوښۍ په څرګندولو وویل: «دغه لاسته راوړنې کولای شي د افغان نجونو او ښځو لپاره د لا زیاتې انګېزې لامل شي او د ښځو د خلاف کسانو پروړاندې لوی ګوزار وي.»

هغې دوام ورکړ چې د افغانستان د روباټیک نجونو بریالیتوب، نړیوالې ټولنې ته دا پیغام رسوي چې «د افغانستان نجونې او ښځې د پرمختګ وړتیا لري.»َ

محبوبې ټینګار وکړ: «نړیواله ټولنه او د ښځو ملاتړي بنسټونه دې له شعار ورکولو لاس واخلي او په عمل کې دې له افغان مېرمنو ملاتړ وکړي.ِ»

په همدې حال کې د افغانستان وګړو هم له روباټیکو نجونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د هرات اوسېدونکې زرغونه د افغانستان د روباټیک نجونو د بریالیتوب په اړه د مبارکۍ په ویلو وایي: «هغوی د افغانستان لویه شتمنی دي او د پرمختګ لپاره یې باید ملاتړ ترې وشي.»َ

د افغانستان روباټیک نجونو په ۲۰۱۷ کال کې فعالیت پیل کړی دی او تېرو کلونو کې یې په نړیوالو سیالیو کې له ګډون کولو سره ګڼې نړیوالې جایزې ترلاسه کړې دي.

په ترټولو تازه مورد کې د روان زېږدیز کال په جنوري میاشت کې روباټیک نجونو د روباټ جوړولو په نړیوالو سیالیو کې د نړۍ د ۸۸ هېوادونو په ګډون سره دویم مقام خپل کړ.

د ویلو ده چې د طالبانو ادارې له راتګ سره، د افغانستان د روباټیک نجونو ډله قطر ته ولېږدل شوه او اوس په دغه هېواد کې روباټ جوړولو او زده‌کړو ته دوام ورکوي.

د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو له لګولو او هېواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو له تړلو سره هرات ولایت کې د نجونو لپاره د روباټیک زده‌کړو انلاین ټولګی پیل شوی چې تر ۵۰ زیاتې نجونې په دغه انلاین ټولګي کې ګډون کوي.