افغانستان امنیت

نوی ډیلی: افغانستان کې د ملکي وګړو وژل کېدل او دا ډول حملې د منلو وړ نه دي

راندریر جایسوال د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو په غبرګون کې ویلي، چې نوي ډهلي د افغانستان د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه ژوره اندېښنه لري او دا ډول حملې د منلو وړ نه دي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جایسوال، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې هند «د افغانستان د ملکي وګړو د تلفاتو راپورونه له جدي اندېښنې سره څاري.»

هغه ټینګار وکړ چې نوي ډهلي د افغانستان د بې ګناه خلکو پر ضد هر ډول حمله غندي.هغه زیاته کړه: هندوستان په کلکه د افغانستان د ځمکني بشپړتیا، حاکمیت او خپلواکي ملاتړ کوي.

ویل کېږي چې د کندهار په سپین بولدک کې د پاکستاني پوځیانو په وروستي برید کې پنځه ملکیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.