د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لېندۍ ۱۷ – د ۸ بجو خبرونه

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر خبر ورکړی چې د دوحې بهیر په دوام کې یې له ځینو هېوادونو او طالبانو سره تخنیکي ناستې پيل کړې دي.

یاد دفتر پر اېکس په یوه یادښت کې لیکلي چې دا ناستې به د یوناما د مشرې لخوا د نشه یي توکو، پیسو مینځلو، د ترهګرۍ د مالي تمویل او نورو نړیوالو جرمونو سره د مبارزې په موخه پیل شي.

ملګرو ملتونو د دې ناستې د دقیق ځای په اړه جزئیات نه دي ورکړي.