له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر ويلي دي چې د دوحې د بهیر په چوکاټ کې يې د غړو هېوادونو او د طالب چارواکو په ګډون تخنیکي خبرې ترسره کړې دي.
د ملګرو ملتونو د یاد دفتر په وينا، د دې ناستې اصلي تمرکز د باور جوړونې پر هغو اقدامانو وو چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه، د پیسو سپینول، د ترهګرۍ د تمویل مخنیوی او نور سرحدي او سمه ایز جرمونه پکې شامل دي.
یاد دفتر زیاته کړې چې دا ناسته د ملګرو ملتونو د هغو هڅو برخه ده چې موخه یې د سيمهييزې همکارۍ پياوړتيا او د افغانستان او شاوخوا سيمو د ګډو منطقه یي ګواښونو منسجم مدیریت دی.
که څه هم د ملګرو ملتونو له لوري د دې ناستې انځورونه خپاره شوي، خو د ترسره کېدو ځای یې نه دی په ډاګه شوی.
دغه خبرې د روان ميلادي میاشتې په پیل کې ترسره شوې دي.
دا پروګرام د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې د بهیر د یوې برخې په توګه د اسلامي همکاریو سازمان د استازي، د یوناما د دفتر او د قطر د سفیر په ویناو پرانیستل شوی دی.
ملګري ملتونه وايي، د دغو تخنیکي خبرو دوام د طالبانو سره د تعامل د پیاوړتیا او د سیمې په کچه د سازمان شويو جرمونو د شبکو پر ضد د ګډو اقدامانو د همغږۍ لپاره اړین دی.
ملګرو ملتونو تر اوسه د افغانستان په اړه د دوحې درې پړاو خبرې ترسره کړې دي.
د دغو خبرو وروستی پړاو د تېر کال په جوزا میاشت کې جوړ شوی و.
وروسته پړاوونه بیا د کاري ډلو په کچه د نشه يي توکو او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخو کې ترسره شوي دي.
