د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده د اصنافو (دوکاندارانو او کسبکارانو) د مالیې د تخفیف په اړه نوی فرمان صادر کړی دی.
د فرمان د لومړۍ مادې له مخې، هغه اصناف چې کلني مجموعي عوائد یې د دوو میلیونو افغانیو څخه کم یا ورسره برابر وي، د مالیې له ورکړې څخه بشپړ معاف اعلان شوي دي.
په دویمه ماده کې راغلي چې که د اصنافو کلنی عاید له دوو میلیونو افغانیو څخه زیات وي، نو یوازې د همدې زیاتې شوې برخې څخه به د ۰٫۳ سلنې ثابته کلنۍ مالیه اخیستل کېږي.
دا مالیه د ټول عاید نه، بلکې د هغه مقدار څخه حسابېږي چې له ټاکلي حد (۲ میلیونه افغانیو) پورته وي.
د یاد فرمان د عملي کېدو هدف د کوچنیو کاروبارونو پیاوړتیا، د اقتصادي فعالیتونو زیاتوالی او د سوداګرو لپاره د مالیاتي اسانتیاوو رامنځته کول بلل شوي.
