د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لېندۍ ۱۵ – د ۸ بجو خبرونه

د ټرمپ دولت د یوه افغان وګړي له لوري د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو تر برید وروسته، د کډوالو لپاره نوی امنیتي څېړنیز واحد جوړوي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي د هغو ترهګرو، مجرمینو کډوالو او بهرنیو وګړو د پېژندلو او لرې کولو لپاره یو نوی د پلټنې او ارزونې مرکز جوړوي چې د امریکا امنیت ته ګواښ پېښوي.

دغه وزارت زیاته کړې چې دا مرکز به د کډوالۍ ټول پاتې غوښتنلیکونه او همدارنګه هغه غوښتنلیکونه چې مخکې تایید شوي دي وڅېړي.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو څار د ټرمپ ادارې د کډوالۍ نوې پالیسۍ دښمنانه او نژادپرسته بللې ده.