افغانستان کډوالي

ایران بېرته ستنېدونکو افغانانو لپاره د انلاین زده کړو فرصتونه اعلان کړل

د انلاین زده کړو اړوند عکس

د ایران د کورنیو چارو وزارت د مهاجرینو او بهرنیو اتباعو د چارو مسؤل نادر یاراحمدي ویلي، چې هېواد یې چمتو دی چې بېرته ستنوشویو افغان زده‌کوونکو لپاره انلاین زده کړې برابرې کړي .

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه ویلي چې د دې پروژې ټول هارډویر لګښتونه به د ایران حکومت په غاړه واخلي، او یوه نړیوال مسؤل هم په دې لګښتونو کې د ونډې اخیستو وړاندیز کړی چې ایران منلی دی.

نادر یاراحمدي ویلي چې اوسمهال له ۶.۱ میلیون څخه زیات افغانان د پناه غوښتونکو یا قانوني اوسېدونکو په توګه په دې هېواد کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړې چې یوازې شاوخوا ۳۳ زره افغانان په نړیوالو کمپونو کې استوګن دي، او پاتې نور په بېلابېلو ښارونو کې ژوند کوي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د مهاجرینو د چارو مشر د افغان ماشومانو د زده‌ کړو وضعیت په اړه هم ویلي: چې «تر تیر کال پورې د ایران میشتو افغانانو ۱۲سلنه زده کوونکي و؛ چې دا شمېرې د ایران د ټول زده‌کوونکو د شمېر نږدې ۱۶ سلنه جوړوي.»

هغه ویلي چې د نوو ښوونځیو په جوړولو او د ظرفیت په لوړولو سره به د زده‌ کړې اړتیاوې په تدريجي ډول پوره شي.

خو د رسمي شمېرنو پر بنسټ، ایران په ورځني ډول شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته استوي، چې ډېری یې جبري اخراجونه دي.

دغه اقدام د نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو پراخ غبرګونونه راپارولي، خو ایران بیا هم اسراییلو سره د دولس ورځنۍ جګړې وروسته خپله کړنلاره دوامداره ساتلې او افغانان به جبري توګه اخراجوي.