د طالبانو د لوړو زده کړو وزرات وايي چې د دوی وزیر ندامحمد ندیم د یو پلاوی په مشرۍ دایران په رسمي بلنه دغه هیواد ته روان شو.
وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دې سفر موخه د عملي اړیکو او همکاریو پراختیا او د پوهنتونونو ترمنځ د متقابلو تجربو شریکول دي.
دوی زیاته کړې چې د لوړو زدهکړو وزیر به د ایران له اړوندو مسؤلینو سره د علمي همکارۍ په اړه خبرې وکړي او د دغه هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو لیدنې به هم وکړې.
له بلې خوا د طالبانو دلوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د هغو څلورو لوړ پوړو چارواکو له ډلې څخه یو دی، چې تازه پرې د استرالیا حکومت د بشري حقونو څخه د سرغړونې اود ښځو د اساسي حقونو محدودولو له امله مالي بندیزونه او دسفر محدودیتونه لګولي.
په ورته وخت کې د ایران د کورنیو چارو وزارت د مهاجرینو او بهرنیو اتباعو د چارو مسؤل نادریاراحمدي ویلي، چې هېواد یې چمتو دی چې بېرته ستنوشویو افغان زده کوونکو لپاره انلاین زده کړې برابرې کړي .
دا په داسې حال کې ده چې د رسمي شمېرنو پر بنسټ، ایران په ورځني ډول شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته استوي، چې ډېری یې جبري اخراجونه دي.
