د ۲۰۲۵ کال د بدمینټون آزادې نړیوالې سیالۍ د افغانستان، ایران، ازبکستان او سوریې د ورزشکارانو په ګډون د لیندۍ په ۱۳مه دې پنجشنبې ورځ، په کابل کې پرانیستل شوې.
دغه سیالۍ د بدمینټون ملي فدراسیون لهخوا، د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په ملاتړ ترسره کېږي.
په دې سیالیو کې ټولټال ۱۶ ورزشکاران ګډون لري: ۴ لوبغاړي د ازبکستان، یو لوبغاړی د ایران، یو د سوریې او ۱۰ ورزشکاران د افغانستان دي، چې ټاکل شوې د یوې اونۍ لپاره سیالۍ وکړي.
دغه سیالۍ به د یوې اوونۍ لپاره په کابل کې دوام ولري.
