د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لېندۍ ۱۳ – د ۸ بجو خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، وايي چې د هغو پناه‌ غوښتونکو د شالید څېړنه چې له افغانستان څخه امریکا ته راغلي، له ستونزو سره مل ده او د طالبانو واکمني د دې کسانو په اړه د کافي معلوماتو ترلاسه کول ډېر سخت کړي دي.

روبیو دا څرګندونې له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې کړې دي. له دې سره، د امریکا د کورني امنیت وزارت تازه خبر ورکړی چې یو افغان تبعه له داعش خراسان ډلې سره د اړیکو او ملاتړ په تور نیول شوی دی.

د دې وزارت په وینا، دغه کس جان‌شاه صافی نومېږي. بل‌خوا، په متحده ایالاتو کې د افغانستان یو شمېر اوسېدونکو په واشنګتن کې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د یوه افغان وګړي له لوري د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو د ډزو پېښه په کلکه غندلې ده.