افغانستان سیاست

طالبانو یو ځل بېا د لارو پرانېستلو لپاره له پاکستانه د «قوي تضمین» غوښتنه کړې

عکس له آرشیف څخه

طالبان وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګریزې لارې به یوازې هغه مهال پرانیستل شي، چې اسلام‌آباد دوی ته د دې لارو د بیا نه تړل کېدو قوی تضمین ورکړي، ترڅو د سیاسي یا اقتصادي فشار وسیله و نه ګرځي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر فرضي کرښې د تګ راتګ پنځو مهمو لارو د شاو خوا دوه میاشتني بندښت له امله د افغانستان له خوا له ۱۱۰۰۰ څخه زیات سوداګریز موټرونه په پاکستان کې بند پاتې دي او په کې بار توکي د خرابېدو په حال کې دي.

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، دغه لارې په «نا قانونه» توګه د پاکستان له خوا د سیاسي فشار لپاره تړل شوي دي، چې د دواړو هېوادونو خلکو ته جدي زیانونه رسوي.

مجاهد زیاته کړې چې افغانستان اوس خپلې سوداګریزې اړتیاوې له څو نورو هېوادونو پوره کوي او پرېکړه یې کړې چې پاکستان سره به تر هغه وخته خپلې لارې نه پرانیزي ، څو «لازمه ډاډګېرنه» ترلاسه نه کړي.

هغه ټینګار کړی چې د دې پرېکړې موخه د سوداګرو د حقونو خوندي کول، د سیاسي فشار مخنیوی او د «عزتمند تجارت» او عامه سوکالتیا برابرول دي.

طالبانو له پاکستانه غوښتي چې ډاډ ورکړي، دا لارې به په راتلونکي کې نه تړل کېږي او د سیاسي یا اقتصادي فشار وسیله نه شي.

دغه راز طالبانو له افغان سوداګرو غوښتي چې له پاکستان څخه د درملو واردولو څخه ډډه وکړي او واردونکو ته یې درې میاشتې وخت ورکړی چې د پاکستاني اړخ سره خپل مالي حسابونه تصفیه کړي.

په ورته وخت کې، کابل کې ځینې اوسېدونکي او هټیوال وايي چې د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د خوراکي توکو او لومړنیو موادو بیې، لکه اوړه، وریژې او غوړي، له ۱۵۰ څخه تر ۴۰۰ افغانیو پورې لوړې شوي دي.