افغانستان بشري حقوق

یوناما: افغانستان کې یو نیم میلیون معلولین ژوند کوي

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وايي چې شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانان د پام وړ معلولیت کې ژوند کوي.

یوناما دا خبرې نن د دسمبر ۳مه، د معلولینو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دی. په بیان کې ویل شوي چې ډېری معلولیتونه د افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله رامنځته شوي دي.

یوناما وايي په افغانستان کې ماشومان هم د معلولیت د ستونزو لویه برخه پر غاړه لري.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ټینګار کړی: “په دې ورځ موږ د معلولینو درناوی کوو او د یوه ټولشموله، عادلانه او سولییز افغانستان غوښتونکي یو، چې هر څوک ځان پکې خوندي احساس کړي.”

د معلولینو نړیواله ورځ چې په ۱۹۹۲ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا رسماً وټاکل شوه هر کال په نړۍ کې نمانځل کیږي.

د دې ورځې د نمانځنې موخه د معلولیت اړوند مسایلو په اړه پوهاوی زیاتول، د معلولینو د حقونو او هوساینې ملاتړ او په ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او کلتوري ژوند کې د دوی د شاملیدو عامول دي.