د طالبانو د کډوالو عالي کمېسیون وايي چې تېره ورځ (یکشنبه، د لړم ۹مه) پاکستان ۴۴۷۰ تنه افغان کډوال شړلي دي.
له بل پلوه، د دې کمېسیون په وینا، له ایران څخه هم ۳۶۴ تنه ــ په جبري او خپل خوښې توګه ــ وېستل شوي دي.
ویل شوي چې دغه کډوال د تورخم، سپینبولدک، بهرامچې، اسلامقلعه او ابریشم پل پر لارو هیواد ته داخل شوي دي.
پاکستان تر دې یوه ورځ مخکې (د لړم ۸مه) هم ۶۴۳۵ افغان کډوال شړلي وو.
پاکستاني رسنیو تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې د دې هېواد چارواکو د «ګرديجنگل» کډوالۍ کمپ نړولی دی. دا کمپ په بلوچستان کې د افغان کډوالو تر ټولو لوی کمپ و چې شاوخوا ۷۰ زره کسان پکې اوسېدل.
د ګرديجنگل کمپ د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ کې و، او له نړولو تر مخه د کډوالو څخه پاک شوی و.
د پاکستان دولتي راډیو ویلي چې د کمپ ټول اوسېدونکي د هویت د اسنادو له ثبت او د اقامت د وضعیت له ارزونې وروسته بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.
د کډوالو د بېرته لېږلو تر څنګ، د پاکستان حکومت په کمپ کې د تشو کورونو او دوکانونو د نړولو چارې هم پیل کړي دي.
سیمهییز چارواکي ټینګار کوي چې ټولې کړنې د ایالت له تګلارو او قوانینو سره سم ترسره کېږي.
