افغانستان کډوالي

د اسلام اباد پولیسو، یو افغان خبرېال نیولی دی

د اسلام اباد پولیسو لخوا نیول شوی افغان خبریال امون خموش

سرچینو له اسلام‌اباد، آمو ته ویلي چې د دغه هېواد پولیسو، افغان خبریال هامون خموش ، نیولی دی.

د سرچینو په وینا، نوموړی د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ ۹مه، د اسلام‌اباد د «بي-۱۷» سیمې څخه نیول شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې د پاکستان پولیسو د یکشنبې په سهار له همدې سیمې د افغانستان ګڼ شمېر کډوال هم نیولي، خو کره شمېر یې نه‌دی وړاندې شوی.

پاکستاني چارواکو تر دې دمه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان پولیسو په وروستیو کې د افغاند کډوالو، په ځانګړي ډول د خبریالانو، د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

تر دې وړاندې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ «ني»، چې په تبعید کې فعالیت کوي  د ترلاسه شویو راپورونو پر بنسټ ویلي وو چې یوازې د تېره اونۍ په یوه شپه‌ورځ کې په اسلام‌اباد کې ۵ خبریالان او د رسنیونور کارکوونکي نیول شوي او د جبري اخراج لپاره لنډمهاله کمپونو ته استول شوي دي.

دغه بنسټ د پاکستان له لوري د افغان خبریالانو د نیولو او جبري راوستلو په تړاو ویلي چې د دې هېواد حکومت باید خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي او په اوسنیو شرایطو کې ژورنالستان له کوم ګواښ سره مخ نه‌کړي.

«ني» په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان اتباعو، په ځانګړې توګه د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې له روانو کړنو ژوره اندېښنه لري او له پاکستانه یې غوښتنه کړې چې افغان کډوال د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي.