د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ملک اکبر، چې په «کاکا ملک» مشهور دی او د ټیکټاک یو ۷۰ کلن فعال کاروونکی دی، نیول شوی دی.
د یاد وزارت ویاند، سیفالاسلام خیبر، د ملک اکبر یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې نوموړي «له څه مودې راهیسې د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو خلاف کارونه کول چې لوی جرم بلل کېږي.»
په خپره شوې ویډیو کې، چې ښکاري د فشار او اجباري اعتراف تر اغېز لاندې ثبت شوې وي، ملک اکبر وايي چې د ټیکټاک او یوتیوب فعالیتونه یې «ناروا» وو.
ملک اکبر، چې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی، په وروستیو میاشتو کې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې زیاتره طنزي او تفریحي ویډیوګانې خپرولې.
طالبانو تر اوسه دا ندي ویلي، چې نوموړی به تر کومې مودې پورې په بند کې پاتې شي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې د ټولنیزو شبکو پر کاروونکو فشار زیات کړی او ګڼ کسان یې د دوی په وینا د «اسلامي ارزښتونو خلاف» د محتوا تولید او خپرولو له امله نیولي دي.
طالبانو د ۱۴۰۲ کال ثور مېاشت کې د پابجي لوبې او ټیکټاک ټولنیزې شبکې کارول هم په افغانستان کې بند اعلان کړي وو او دلیل یې «د ځوانانو ګمراه کېدل» بللي وو.
