بشري حقوق سویلي آسیا سیاست

مولانا فضل الرحمن وایي، د پاکستان جنرالانو هر څه قبضه کړي، له جګړو پرته بل په هېڅ شي هم نه پوهیږي

فضل الرحمن رهبر جمعیت علمای اسلام پاکستان

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایې نن پاکستان کې مشکلات دي، حکومت بې‌وسه، عدالت بې‌وسه، عوام بې‌وسه او قبایل بې‌وسه‌ دي.

فضل الرحمن دا هم ویلي، پوځ او جنرالانو هرڅه په خپله قبضه کې نیولي دي او له جګړې پرته نور په هېڅ‌ هم نه پوهېږي.

نوموړي له افغان کډوالو سره د پاکستان پر ناوړه چلند هم په نیوکې سره ویلي، پاکستان د ضیاء الحق او پروېز مشرف په واکمنیو کې د افغان کډوالو پر سر ډالر اخیستي ‌دي.

نوموړي دا څرګندونې د هغو پاکستانیو سوداګرو په غونډه وکړې چې ده ته ورغلي وو له پاکستاني حکومت سره خبرې وکړي چې له افغانستان سره سوداګري یوځل بیا پیل کړي.