افغانستان سوداګري

افغان شرکت د هندي درملو جوړونې شرکت سره د سل میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پنجشنبه ویلي چې د افغانستان د «رؤفي انټرنشنل ګروپ» او د هندوستان د «زایدوس لایف‌ساینسز» شرکت ترمنځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو د تولید او سوداګرۍ تړون لاسلیک شوی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه هوکړه په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفیر حضور کې سره، د افغانستان په کنسلګرۍ دفتر کې لاسلیک شوی دی.

زایدوس لایف‌ساینسز چې د هند د درملو په صنعت کې له سترو سهامي شرکتونو څخه دی، په لومړي پړاو کې به خپل درمل افغانستان ته صادروي.

وروسته دوېم پړاو کې به د یاد شرکت استازولي په افغانستان کې پرانستل شي او په کور دننه د درملو تولید هم پیل کړي.

دغه هوکړه لیک پر داسې مهال لاسلیک کېږي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشري یو پلاوي، د هند رسمي بلنې سره هغه هېواد ته سفر کړی و.