افغانستان سیاست

اشرف غني: د افغانستان د «اجباري سیاسي بدلون» لپاره د پاکستان د هڅو نښې لیدل کېږي

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، د پاکستان وروستیو بریدونو ته په غبرګون، په یوه اعلامیه کې ویلي چې له پوځي حملو پرته، اوس داسې نښې هم ښکاري چې ګواکې پاکستان غواړي په افغانستان کې «اجباري سیاسي بدلون» تحمیل کړي.

اشرف غني خبرداری ورکړی چې داسې نښې او حرکات شته چې پاکستان ښايي یو ځل بیا د افغانستان د سیاسي وضعیت د بدلولو لپاره د تاوتریخوالي وسیلې وکاروي.

هغه زیاته کړې چې هېواد د تاریخ په یو له حساسو پړاوونو کې ولاړ دی.

پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې د افغانستان د راتلونکي په اړه باید خپله د هېواد خلک پرېکړه وکړي او هر ډول بهرنی لاسوهنه یا د زور له لارې تحمیل د منلو نه دی.

هغه زیاته کړې: «د هېواد راتلونکی باید د ولسي مشروعیت او قابل قبول، د ښځو او نارینه‌وو د حقونو او آزادۍ د تضمین، او د نړیوالې ټولنې سره د مشروع تعامل پر بنسټ ولاړ وي.»

پخواني ولسمشر اشرف غني په دې پیغام کې ویلي چې د افغانانو ګډ دریځ د بهرنیو لاسوهنو په اړه هغوی له نورو ملتونو بېلوي.

هغه د اوسني حساس وضعیت په اړه خبرداری ورکړی چې هر ډول نوې خونړۍ پروژې او افغانانو وینې بهېدل به افغانستان د تجزیې او ګډوډۍ لور ته بوځي.

غني ویلي چې هېواد اوس په یوه تاریخي څلورلارې کې دی: یا دې د ملي اجماع او یووالي له لارې د سولې او پرمختګ لوری ونیسي، او یا به یو ځل بیا د سیمه‌ییزو قدرتونو د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي.

پخواني ولسمشرد پاکستان لخوا د دوشنبې د ورځې هوايي بریدونه چې د هېواد ختیځ کې شوي، په سختو ټکو غندلي، ویلی یې دي چې په دغو بریدونو کې ښځې او ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې: «دا د ډیورنډ د کرښې له هغې خوا نا اعلان‌ن شوی جنګ دی چې لسیزې کېږي د دواړو غاړو خلک قرباني کوي.»

ښاغلي غني ټینګار کړی چې هېڅ سیاسي شخړه په پوځي توسل او زور نه حل کېږي، بلکې لا یې ژوروي او پر ناسوره زخم یې بدلوي.

هغه همداراز ویلي چې د ترهګرۍ مسله باید د افغانستان، پاکستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ په ګډه تعریف او چوکاټ‌بندي شي، ځکه لنډمهاله موافقې او اوربندونه د تلپاتې حل لاره نه شي وړاندې کولی.

تر دې څو ورځې وړاندې هم غني ویلي وو چې هېواد د تاریخ په یو خورا حساس پړاو کې دی او د پاکستان پوځي تېری د موجود بحران شدت زیات کړی دی.

هغه زیاته کړې چې افغانستان اوس د دوو لارو په تقاطع کې ولاړ دی: یا دې بحران ته نور ورښکېل شي، او یا دې د ملي منافعو پر بنسټ هوښیار ملي اجماع رامنځته کړي.

غني ټینګار کړی چې د هېواد او ملت راتلونکي د ټاکلو لپاره باید لومړی د اوسني وضعیت دقیق تشخیص وشي او دې اساسي پوښتنو ته ځواب وویل شي: «ملي منافع څه دي؟ څرنګه پرې اجماع رامنځته کېدای شي؟ او د هغې د تحقق عملي لارې کومې دي؟»

پخواني ولسمشر د میلیونونو کډوالو اجباري اخراج، د زلزلې ناورینونه، او تر ټولو مهم د پاکستان بریدونه هغه عوامل بللي چې هېواد یې تر بل هر وخت زیات حساس کړای دی.

د هغه په وینا، دغه تحولاتو عاجل او مؤثر اقدام لا ضروري کړی دی.

غني زیاته کړې: «د سولې حق باید افغانانو ته بېرته وسپارل شي.»