افغانستان سوداګري

طالبان: افغانستان او ترکیه د اقتصادي همکاریو نوې پړاو ته ننوتل

عکس از دیدار وزیر تجارت طالبان با وزیر تجارت ترکیه در حاشیه پنجمین نشست وزرای سازمان همکاری‌های اقتصادی یا «ایکو» در استانبول

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په استانبول کې له خپل ترک سیال عمر پولات سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ګډو همکاریو د پراخېدو په موخه خبرې کړې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې چې افغانستان په سیمه‌یزو بازارونو کې د خپل اقتصادي حضور د پیاوړتیا هڅې چټکې کړې دي.

دغه لیدنه د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د وزیرانو د پنځمې ناستې په څنډه کې ترسره شوې.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په وینا، دا خبرې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د نوي پړاو پیل ګڼل کېږي، چې له مخې به یې د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه‌ییز ټرانزیټ په ډګر کې عملي بدلونونه راشي.

عزیزي د ترکیې د حکومت له لوري د نړیوال حلال نندارتون بلنه یوه مهمه لاسته‌راوړنه وبلله.

هغه همدارنګه د افغانستان د زلزله‌ځپلو لپاره د ترکیې بشري مرستو ته اشاره وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د صداقت ښکاره بېلګه وبلله.

په خبرو  کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اوسنی وضعیت و ارزول شو، چې دواړو لوریو د شته اقتصادي ظرفیتونو په پرتله ناکافي وباله.

 د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وویل چې افغانستان د خامو توکو، کرنیزو محصولاتو، کاني موادو او د حلال صنعت په برخه کې پراخ ظرفیتونه لري، او ترکیه د دغو توکو لپاره مناسب او لوی بازار ګڼل کېږي.

 نوموړي د پنبې، تالک ډبرو، ډبرو سکرو او نورو صادراتي توکو د لېږد د پراخېدو پر امکان هم خبرې وکړې.

د ترکیې د سوداګرۍ وزیر عمر پولات وویل چې یو شمېر ترکي سوداګریزو بنسټونو لا له وړاندې په کابل کې خپلې استازولۍ پرانیستي، چې دا د اوږدمهاله پانګونې او اقتصادي شراکت د ژورېدو څرګندونه کوي.

 نوموړي زیاته کړه، ترکیه چمتو ده د ټرانزیت سړکونو، لوژستیکي همکاریو او ګمرکي اسانتیاوو په برخه کې له افغان لوري سره همکاري نوره هم پراخه کړي.

د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په کتو سره دغه هېواد کولای شي د منځنۍ آسیا د توکو لپاره د جنوبي او لوېدیځې آسیا ترمنځ د یوه مهم اقتصادي دهلېز حیثیت ولري، چې له دې لارې به دواړه هېوادونه ستر اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په خپله پاڼه لیکلي چې دواړو لوریو د سوداګرۍ او پانګونې د ګډې کاري ډلې د جوړولو پرېکړه وکړه.

ټاکل شوې چې د دې ډلې لومړۍ ناسته په نږدې راتلونکي کې ترسره شي، څو د سوداګرۍ د خنډونو د لرې کولو، د ګډو پروژو د پرمختیا او د پانګوالو د اسانتیا لپاره عملي لارې چارې وڅېړل شي.