افغانستان امنیت بشري حقوق

د یوناما سرپرستې له امیرخان متقي سره ناستې پر مهال په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله خواشیني ښودلی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) له سرپرستې او د سیاسي برخې له مشرې جورجټ ګانیون سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې متقي د دې لیدنې په پیل کې د وروستیو زلزلو زیانمنو سره د یوناما له خواخوږۍ مننه کړې، او دغه راز یې په خوست او کونړ کې د پاکستاني هوايي بریدونو په پایله کې د ملکي تلفاتو له کبله خپله خواشیني څرګنده کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، متقي د دوحې پروسې د کاري ‌ګروپونو په تړاو ویلي چې په هېواد کې د نشه یي توکو کښت نږدې صفر ته رسېدلی او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې هم اړین ګامونه اخیستل شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې اوس د دې وخت رارسېدلی څو، اړوند لوري د عملي پرمختګ لپاره نور واضح اقدامات ترسره کړي.

دغه راز په اعلامیې کې د یوناما د سرپرستې جورجټ ګانیون له قوله د پاکستاني ځواکونو لخوا په خوست او کونړ کې د بمبارۍ له امله د ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید نړیوال قوانین رعایت شي.

نوموړې همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تلو راتلو د لارو د بندېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د یوناما د خوراکي او تغذیوي توکو لسګونه زره ټنه مرستو محمولې لا هم په دروازو کې بند پاتې ده.

د خبرپاڼې لمخې، د یوناما له لوري د نشه یي توکو د کنټرول او د خصوصي سکتور د ملاتړ د کاري ‌ګروپونو فعالیتونه مثبت ارزول شوي دي.

ګانیون وړاندیز کړی چې د دوحې پروسې تر چتر لاندې باید په نورو برخو کې هم ګډ کار پراخ شي، او زیاته کړې یې ده چې دوی د نړیوالو مرستندویانو سره په دوامداره تعامل کې دي څو د افغانستان لپاره د مرستو او همکاریو اسانتیاوې زیاتې شي.