افغانستان بشري حقوق ښځې

طالبانو بلخ کې۲ ښځې او ۲ نارینه داسې مهال په دورو وهلي، چې نړۍ کې د ښځو سره د زور زیاتي پر ضد مبارزې نړیواله ورځ نمانځل کیږي

د طالبانو له لخوا د تورنو کسانو مجازاتو ته د عامو خلکو را ټولیدنې عکس آرشیف

طالبانو بلخ ولایت کې ۴ تنه د نامشروع اړیکو په تور په دورو وهلي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د قضایي بنسټونو له لوري د بدني سزاوو لړۍ په دوام کې، په بلخ ولایت کې څلور تنه، چې دوه ښځې هم په کې شاملې دي د «ناجایزو اړیکو» په تور د دورو وهلو سزا تطبيق شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هر یو تن له ۲۰ تر ۳۰ دورې وهل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې سزا د عملي کولو پر مهال د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي، د دوی قضایي مسوولین، امنیتي ځواکونه او د سیمې یو شمېر اوسېدونکي حاضر وو.

طالبانو له لوري په عام محضر کې دې څلورو کسانو ته دا سزا په داسې مهال ورکول کېږي، پرون (د نومبر ۲۵مه) په نړۍ او اسلامي هېوادونو کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د له منځه وړلو نړیواله ورځ نمانځل کېده.