افغانستان بشري حقوق کډوالي

منظور پښتین: د پاکستان حکومت لخوا د عام افغانانو بمبارول او کډوالو جبري اېستل خپله «ترهګري» ده

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پر افغانستان د پاکستان بريدونه غندلي او د ماشومانو او ښځو وژل کیدو ته په اشارې دغه بريدونه یې غير انساني، غير اسلامي او د نړيوالو قوانينو خلاف بللي دي.

‏منظور پښتين د يوه پيغام په ترڅ کې په اسلام آباد کې د پاکستاني پوليسو لخوا له افغان کډوالو سره د تاوتريخوالي پېښه هم غندلې او په وينا يې، د ماشومانو او ښځو وژل، د بېګناه کډوالو وهل او ژړول د ترهګرۍ ضد کړنې نه، بلکې پخپله ترهګري ده: «پاکستان په افغانانو جبر او له تېرو پنځوسو کلونو راهيسې په افغانستان کې منفي مداخله کوي او بيا هيله لري چې په بدل کې يې افغانان له دوی سره مینه وکړي. انساني فطرت کې داسې کار امکان نلري.»

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي: «ترهګري یوه بهانه ده. په اصل کې د پښتنو ماشومان، ښځې او کورونه د دوی نښانه ده.

پاکستان ته د مغربي قوتونو له خوا دنده سپارل شوې، چې په يوه طریقه دلته یو جنګ رامنځته کړي. د هغه جنګ په نتیجه کې به د چین کاروباري لار سیپیک بند شي. لوبه به پاکستان په داسې شیطانت مخ ته وړي چې چین ته به دا هر څه سم ښکاري.»

‏تر دې وړاندې يې ليکلي وو، په دې توګه به مغربي قوتونه د پاکستان له لارې د چین د کاروبار بندولو منصوبه هم پوره کړي، له هغوی څخه به هم ډالر اخلي او چین ته به هم داسې ماحول جوړ کړي، چې د “سیپیک د تحفظ” په نوم اسلام اباد ته پیسې ورکړي.