د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې قطر د خپل پخواني سرپرست، مردف القاشوطي، دنده بدله کړې او هغه یې د افغانستان لپاره د قطر سفیر ټاکلی دی.
خبرپاڼې کې لیکل شوي، القاشوطي د سفیر په توګه خپل باورلیک اميرخان متقي ته سپارلی او په رسمي ډول یې د قطر د نوي سفیر په توګه کار پېل کړی دی.
اميرخان متقي په دې لیدنه کې د کابل او دوحې ترمنځ د اړيکو د پراختیا او پياوړتيا هيله ښودلې ده.
د خبرپاڼې له مخې، نوموړي ټینګار کړی چې له سوداګریزو اړیکو سره سره، قطر ته د افغان کارګرو د لېږد بهیرهم باید چټک شي.
په خبرپاڼه کې د القاشوطي له قوله ویل شوي، چې دی به د کابل او دوحې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره زیاتې هڅې وکړي.
نوموړي ويلي چې قطر به په سیمه ییزه او نړيواله کچه خپل منځګړيتوب ته دوام ورکړي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
قطر تر اوسه د طالبانو اداره په رسمیت نده پېژندلې ، خو د قطر چارواکي څو ځلې کابل ته تللي او دغه راز د طالبانو مشرانو هم په تېرو څلورو کلونو کې دغه هېواد ته ګڼ سفرونه کړي دي.
قطر تر دې وړاندې د طالبانو له زندانونو د امريکايي او نورو هېوادونو د اتباعو په خوشې کولو کې د منځګړي رول ترسره کړی او همدارنګه یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو کوربهتوب کړی دی.
