افغانستان روغتیا

افغانستان کې د زلزله ځپلو سره د قزاقستان روغتیایي خدماتو استول شوی ټیم خپل هېواد ورسېده

یوه قزاقستاني رسنۍ راپور ورکړی چې د قزاقستان د طبي مرستو ۱۵ کسیزټیم، چې د وروستي زلزلې اغېزمنو افغانانو د درملنې لپاره افغانستان ته تللی و، نن دوشنبې آستانې ته بېرته ورسېد.

دغه ټیم د قزاقستان د ولسمشر په غوښتنه د نومبر پر ۱۳ نېټه د هغه هېواد روغتیایي مرکزونو څخه افغانستان ته استول شوی و، او ورسره درمل، جراحي وسایل، پانسمان، خېمې او نور ضروري توکي هم لېږل شوي وو.

د دې روغتیایي ډلې د معلوماتو له مخې، قزاقستاني متخصصینو د افغانستان په درې لویو روغتونونو کې له خپلو افغان همکارانو سره یو ځای ۴۴ جراحي عملیات ترسره کړي، چې ډېری یې د زلزلې، ترافیکي پېښو او مرمیو ټپونو له امله وو.

دغه راز د اعصابو جراحانو له ۱۰ څخه ډېر عملیات کړي دي.

د ټیم ځوان غړي ویلي، د تجهیزاتو نشتوالی د دوی د کار تر ټولو ستونزمن اړخ و، او په افغانستان کې هغه جراحي عملیات چې په قزاقستان کې په لاپاروسکوپي ترسره کېږي، د وسایلو د کمښت له امله پرانیستې جراحي شوې ده.

په ټوله کې تر ۱۰۰ ډېر ناروغان تداوي شوي دي.

قزاقستاني ډاکټرانو د عملیاتو ترڅنګ لسګونه طبي سلا مشورې او ارزونې کړې او د افغان ډاکټرانو سره یې د ناروغانو په مدیریت کې مرسته کړې ده.

قزاقستان تېر سپتمبر کې هم افغانستان ته ۲۶ واګونه بشري مرستې لېږلې وې.